په کاپیسا ولایت کې د محمود راقي ښارګوټي د ډبرو ایښوونې پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۴:۵۳
کاپیسا

۱۴۴۷/۰۴/۲۸

د کاپیسا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د محمود راقي ښارګوټي د ډبرو ایښوونې پروژې له کارونو څخه لیدنه او تخنیکي څارنه ترسره کړه، چې موخه یې د کار د کیفیت ارزونه او د انجینري معیارونو رعایت ډاډمنول دي.

د کاپیسا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر مرتضی صافي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د محمود راقي ښارګوټي د ډبرو ایښوونې پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.

په دغه پروژه کې د سړک د سطحې ډبرو ایښوونې ، د اړوندو جویچو جوړول او د سطحې هموارۍ چارې روانې دي. د تخنیکي ټیم د راپور له مخې، د کار عمومي بهیر د پلان او نقشې سره سم پرمخ روان دی او د موادو کیفیت د تخنیکي معیارونو مطابق ارزول شوی دی.

ښاغلي انجنیر صافي زیاته کړه چې د یادې پروژې موخه د ښار د سړکونو د تګ راتګ د اسانتیا رامنځته کول، د دوړو مخنیوی او د ښاري ښکلا زیاتول دي.

د کور او ښار جوړولو ریاست ډاډ ورکړی چې د محمود راقي ښارګوټي د ډبرو ایښوونې پروژه به د ټاکلي وخت په موده کې د ښه کیفیت سره بشپړه شي، او د ښار د اوسېدونکو لپاره به د تګ راتګ په برخه کې څرګنده اسانتیا رامنځته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۱۴
Background image

په پکتیا کې د مهاجرینو ښارګوټي له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۴

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مفتي عبیدالله رشاد وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د هغه په مشرۍ د رباط سیمې په مهاجرینو ښارګوټي کې د روانو ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۹
Background image

په لغمان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د سړک‌ جوړولو چاري پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۴

لغمان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، په دغه ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند د سړکونو د‌ جوړولو او خدماتو برخې چارې پیل شوې.

ښاغ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۴۹
Background image

په غزني کې د مهاجرينو ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرينو د ښارګوټي د خط اچونې چارې په رسمي ډول پیل کړې، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت