په میدان وردګ کې د پوهنتون د سړکونو او پلې لارو د پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۲۴
میدان وردګ

۱۴۴۷/۰۴/۲۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پوهنتون اړوند د سړکونو او پلې لارو د پروژې له روانو کارونو څخه لیدنه وکړه او د انجینري معیارونو پر دقیق تطبیق یې ټینګار وکړ.

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر وویل، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهنتون د فرعي سړکونو او پلې لارو د پروژې له بېلابېلو برخو څخه د کیفیت د ډاډ ترلاسه کولو په موخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

نوموړي زیاته کړه، چې په ساحه کې د تعلیم او تربیې پوهنځي تر څنګ د پلې لارو د هوارۍ چارې، د لومړي فرعي سړک په غاړه د ویالې د اوسپنې اچونه، د درېیم فرعي سړک د سطحې برابرول، او د پلې لارو د بيس کورس خاورې د کیفیت د ارزونې ازموینې روانې وې.

مولوي سیف‌العمر ټینګار وکړ چې دا لیدنه د پوهنتون د زیربنایي تاسیساتو د پروژې د منظمو څارنو یوه برخه ده، ترڅو د کارونو چټکتیا، د کیفیت خوندیتوب او د پلان تطبیق تضمین شي.

د کور او ښار جوړولو ریاست ډاډ ورکړی چې د ټولو پرمختیایي پروژو څارنه به په دوامداره ډول ترسره کېږي، څو د ملي پرمختګ پروژې د لوړې کچې کیفیت او دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت