په زابل کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط‌ اچونې له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۱۱
زابل

۱۴۴۷/۰۴/۱۵

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرکز قلات په اړوند سیمه کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط‌ اچونې چارې پرمخ وړي.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حاجي ملا دادګل مسلم وایي، تر دې دمه د یاد ښارګوټي شاوخوا ۲۰۰۰ جریبې ځمکې  خط‌ اچونه شوې او نیمایي برخه یې لا پاتې ده چې ژر به د پاتې برخې خط اچونې چارې هم ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه چې د مهاجرینو یاد ښارګوټی به په ټولیز ډول د ۴۳۳۰ جریبه دولتي ځمکې په مساحت کې جوړ شي او د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره به په خپل وخت وویشل شي.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بیلابېلو پروژو د معیاري پلي کېدو ترڅنګ د مهاجرینو د استوګن ځایونو د جوړولو او تنظیمولو لپاره هم هڅې کوي، چې د قلات اړوند د مهاجرینو ښارګوټی د دغو هڅو یوه مهمه بېلګه ده.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 6 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د نوي کابل ښار د ماسټر پلان او ساختاري پلان د تطبیق او ورته والي په تړاو مسلکي بحث وشو

۱۴۴۷/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، د ښاري چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

په فاریاب کې د ۱۰۰ متریک ټنه سړې خونې پروژه پرانستل شوه

۱۴۴۷/۰۴/۱۵

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذوالفقار د ولایت مرستیال مولوي نصرت الله فیضاني او د امارتي ادارو د روساو تر څنګ د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۱۱
Background image

په زابل کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط‌ اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۱۵

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرکز قلات په اړوند سیمه کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط‌ اچونې چارې پرمخ وړي.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست. . .

BACK TO NEWS