په ارزګان کې د مرافیعې محکمې د درې اطاقونو د چت ‌بندۍ کارونه وڅارل شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۶
ارزګان

۱۴۴۷/۰۴/۰۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي چې د دې ریاست اړوند مسلکي انجینري ټیم د ساختماني چارو د ارزونې په موخه د مرافیعې محکمې اړوند درې اطاقونو له پروژې څخه څارنه وکړه.

ښاغلي ملا ابو احمد وویل، د یادو اطاقونو د چت ‌بندۍ کارونه روان دي، د څارنې پر مهال د اړوند شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وشوه چې د ساختماني موادو د کیفیت په لوړتیا کې جدي پاملرنه وکړي او ټول کارونه د انجنیري اصولو او معیارونو پر اساس پرمخ یوسي.

د نوموړي په خبره،ټینګار وشو چې اطاقونه باید په منظم او معیاري ډول ورغول شي ترڅو د ودانۍ دوامدارې ګټې خوندي پاتې شي.

د یادولو وړ ده، چې د څارنې موخه د دولتي پروژو معیاري تطبیق او د عامه شتمنیو خوندي ساتل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۴۱
Background image

په کابل ولایت کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د کابل ولایت په مرکز کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروې چارې پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو،د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شا بابا مینې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۸:۵۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د نوي جوړې شوې چهل ګزي ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره د ځمکپېژندنې سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د نوي جوړې شوې چهل ګزي ولسوالۍ د تفصیلي پلان د چمتو کولو په موخه د ځمکپېژندنې سروې چارې پیل کړې.

د سروې له پیل وړاندې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت