په کندهار کې د استناف څارنوالۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۰:۱۴
کندهار

۱۴۴۷/۰۴/۰۶

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کندهار ښار د عینومینې په سیمه کې د استناف څارنوالۍ د ودانۍ له پروژې څخه څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سعید وویل، د ودانۍ دوهم منزل داخلي او خارجي رنګمالي کارونه روان دي، همدارنګه د ودانۍ د باندنیو ځینو ودبغلونو سنګکاري او د رمپونو سنګکاري بشپړ شوي دي، چې د کارونو پرمختګ تر اوسه %87 ته رسېدلی دی.

د نوموړي په خبره، د داخلي رنګمالۍ سطحه په بشپړه توګه صافه نه وه، د ساحې کاري ټیمونه لږ وو او کار د قرارداد له معیار سره په کراره پرمخ روان و.

د یادولو وړ ده، د کندهار د استناف څارنوالۍ ودانۍ د عدلي او قضایي خدمتونو د ښه والي او اسانتیا لپاره یوه مهمه پروژه ده چې بشپړېدل به یې د ولایت عدلي جوړښت پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت