په غزني کې د ښاري سرغړونو  دمخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۴۲
غزنی

۱۴۴۷/۴/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني څرګندوي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ښار په بېلابېلو ساحو کې د ساختماني چارو له نږدې څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، په دې لیدنو کې یو شمېر استوګنیز تعمیرونه وکتل شول، چې چارې یې د منظور شوې نقشې سره سم پرمخ روانې وې. همدارنګه په یوه تعمیر کې د نقشې خلاف پر پیک د خښتو دیوال جوړ شوی و، چې مسؤلینو ته لارښوونه وشوه دغه سرغړونکی جوړښت ژر تر ژره ونړوي او کار د منظور شوې نقشې مطابق پرمخ یوسي.

مولوي بدالمنان حقاني ټینګار وکړ چې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست به په دوامداره توګه د ښارونو د ساختماني چارو څارنه کوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د نقشې خلاف ودانۍ جوړه کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست دنده لري چې د هېواد په کچه د ساختماني چارو څارنه وکړي، د ښارونو منظم جوړښت وساتي او د غیرقانوني ودانیو مخه ونیسي. دغه ریاست د خلکو د ښاري اسانتیاوو د خوندیتوب او د معیاري ودانیزو چارو د تضمین په موخه پرله پسې ګامونه پورته کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۳۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د اطلاعاتو اوکلتور ریاست اړوند د مسجد شریف د پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار له روانې پروژې څخه ساحوي نظارت ترسره کړ.

د څارنې پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۹
Background image

د خوست ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکز د نوې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

1447/07/25

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د نظارت او مراقبت د انجینري ټیم له لوري، د عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو د درملنې د نوي جوړیدونکي تعمیر څخه ساحوي نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۳
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د افغان پوست ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو له مخې، د ساختماني او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت