په بامیان کې د ۴۵ محلي ښوونځیو د سروې او برآورد چارې ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۱:۱۰
بامیانن

۱۴۴۷/۰۳/۲۸

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر امان الله امان وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د بامیان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۴۵ محلي ښوونځیود سروې او برآورد چارې ترسره کړې.

ښاغلي انجنیر امان وویل، دا چارې د بامیان ولایت محترم مقام د حکم او د پوهنې د محترم ریاست د وړاندیز پر بنسټ د یوه ګډ پلاوي له لوري ترسره شوې چې پکې د کور او ښار جوړولو، معارف، اقتصاد ریاستونو او د ADA تعلیمي موسسې استازي شامل وو.

د نوموړي په خبره، د سروې له مخې، یاد محلي ښوونځي د بامیان ولایت په بېلابېلو کلیو کې موقعیت لري چې د قرغنتو، سرخدر، شهرک بابا، سنگ‌چسبان، سرخقول پایین، لاله‌خیل، جگره‌خیل، دهن سوماره، دهن آهنگران، قازان، کته‌ سنگ، بندنیل، پای کوتل عزیز، خشکک او نورو کلیو ښوونخي پکې شامل دي.

د سروې او اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ، ټولې صنفي خونې متر شوې دي او ټاکل شوې چې د رغونې بیل احجام وروسته د کور او ښار جوړولو ریاست لخوا ترتیب او نهایي شي.

د بامیان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د محلي ښوونځیو د ودانیزو اړتیاوو سروې او ارزونه به د دې سبب شي چې د زده کوونکو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال د برابرولو په برخه کې اساسي ګامونه پورته شي. د کور او ښار جوړولو وزارت د معارف له ریاست سره په همغږۍ هڅه کوي چې د زده کړې لپاره د اسانتیاوو پراخولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت