د کور او ښار جوړولو وزارت او پښتني بانک ترمنځ د عامه پروژو د تمویل په اړه خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۵۱
د کور او ښار جوړلو وزارت

۱۴۴۷/۰۳/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، په خپل کاري دفتر کې، د پښتني بانک له محترم عمومي رئیس عبدالواحد رحیمي سره وکتل.

په دغه کتنه کې، دواړو لوریو د عامه پروژو د تمویل په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

د ناستې په دوام، د پښتني بانک محترم عمومي رئیس د هغه مکانیزم په تړاو معلومات وړاندې کړل، چې د اسلامي امارت د ریاسة الوزرا د اقتصادي معاونیت محترم مقام لخوا ترتیب شوی دی او له مخې یې په هېواد کې عامه پروژې تمویلېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، وزارت یې یوازې په کابل ښار کې شاوخوا څلوېښت داسې ځایونه په نښه کړي او کار یې پرې روان کړی، چې یاد ځایونه د سوداګریزو مارکېټونو، استوګنیزو فعالیتونو، لوړ منزلونو، ښارګوټو او نورو پراختیايي پروژو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

ښاغلي مرستیال وویل، هڅې یې دا دي چې د یادو ځایونو لپاره داسې منل شوې طرحې وړاندې شي، چې له مخې یې په دغه ساحو کې د ملي ګټو او اړتیاوو په چوکاټ کې پروژې پلي شي.

نوموړي تمه وښوده، چې که له پښتني بانک سره یوې هوکړې ته ورسېږي، له مخې به یې د ښارونو د ودې او پراختیا او د خلکو لپاره د استوګنې او سوداګرۍ ځایونو د اسانتیاوو  په برابرولو کې اغېزمن ګامونه پورته شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د هېواد په کچه د ښاري پراختیا او بنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره، له بېلا بېلو ادارو او مالي بنسټونو سره همکاري پراخوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت