د کابل ښار په ځینو ناحیو کې ښاري تخلفات په نښه شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۹:۳۴
کابل

۱۴۴۷/۳/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ولایت په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو څارنه او ارزونه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، تخنیکي ټیمونو د پلان له مخې، د عام المنفعه تاسیساتو، استوګنیزو او سوداګریزو  ودانیو، د سړکونو او ترانسپورتي شبکاتو، د برېښنا شبکاتو، اوبو رسولو او کانالېزاسیون په برخو کې د کابل ولایت په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې له ښاري وضعیت څارنه او ارزونه وکړه.

نوموړی وایي، د څارنې او ارزونط په پایله کې ثابته شوه چې د امید سبز (حاجي نبي)  ښارګوټي کې ځینې خپلسرې چارې ترسره شوي چې باید مخنیوی یې وشي.

د مولوي عبدالمنان حقاني د معلوماتو له مخې، سوداګریزې ساحې په استوګنیزو نمرو تبدیل شوي، په ځینو ساحو کې لارې او سړکونه بند شوي او داسې نورې نیمګړتیاوې هغه څه دي چې ښاري تخلفات ګڼل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، له درنو هېوادوالو غواړي چې د هر ډول ابادۍ په مهال د دغه وزارت پلانونه په پام کې ونیسي، خپلې چارې دې د پلان مطابق ترسره کړي او ښاري بې نظمیو دې مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت