په تورخم ښاروالۍ کې د مامورینو د استوګنیز تعمیر او احاطې پروژې څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۴۳
تورخم

۱۴۴۷/۰۳/۲۴

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي وایي، چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورخم ښاروالۍ په ډکي ساحه کې د مامورینو د استوګنیز تعمیر او احاطې له پروژې څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سعیدي وویل، د نظارت ټیم د تخنیکي انجینرانو په حضور کې څرګنده کړه چې د پروژې د دوهم منزل د جوړولو او احاطې ۲۰ سلنه چارې تر دې دمه بشپړې شوې دي او اوس مهال ساختماني کارونه په منظم ډول جریان لري.

مولوي محمد نبي سعیدي زیاته کړه چې د تخنیکي ټیم له خوا د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د کیفیت د لوړوالي او د کارونو د سمون په موخه لازمې سپارښتنې او لارښوونې ورکړل شوې دي، تر څو پروژه په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړه شي.

د یادونې ده، د کور او ښار جوړولو وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د دولتي تاسیساتو او استوګنیزو پروژو د معیاري جوړېدو لپاره د څارنې او ارزونې دوامداره پروګرامونه پرمخ وړي، دغه څارنې د دې لپاره ترسره کېږي چې پروژې د تخنیکي نقشو او معیاري اصولو سره سم پر وخت بشپړې شي او د دولتي مامورینو لپاره د کار او استوګنې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت