میدان وردګ ولایت کې د کوچيانو ښارګوټي کې تخلفات په نښه شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۴۱
میدان وردک

۱۴۴۷/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په میدان وردګو ولایت کې د کوچيانو له ښارګوټي څخه څارنه ترسره کړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یاد ښارګوټي کې سرغړونې شوي دي او پلان په سمه توګه نه دی تطبیق شوی.

نوموړی وایي، تخنیکي ټیم یې ومونده چې، د ۱۲م نمبر کوډ په ساحه کې چې د تفریحي پارک او شنې ساحې لپاره ځانګړې شوې ده او همدارنګه د ۲۰م نمبر کوډ په ساحه کې چې د ښځینه ښاري سالون لپاره ځانګړې شوې وه؛ استوګنیزې نمرې شوې وې او ودانیزې چارې یې روانې کړې وې.

محترم مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د یادو دواړو پلاني تخلفاتو مخنیوی وشو، د استوګنیزو ودانیو چارې وځنډول شوې او په تړاو یې مرتکبینو ته پوهاوی ورکړل شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښارونو د منظمې ودې او پراختیا، د عامه ساحو د ساتنې او د ښاري پلانونو د تطبیق په موخه د څارنې او نظارت بهیر دوامداره ساتي.

دغه وزارت په څو ځله څرګنده کړې، چې د ودانیزو چارو پر مهال د پلان تطبیق ته باید پاملرنه وشي، په ځانګړي ډول د تفریحي، شنو او ټولنیزو ساحو په سیمو کې هر ډول غیر قانوني ودانیز فعالیتونه به جدي ودرول شي او د ښاري پلانونو د پلي کېدو لپاره به زمینه برابروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د سرطاني ناروغانو لپاره د طبي کمپلکس د جوړېدو په تړاو د تخنیکي کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پرختیا په معینیت کې ترسره شوه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

ډېر ژر به د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب ازموینې په موخه د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب په موخه د معیاري ارزونې د یو عصري لابراتوار د جوړولو چارې به په لنډو ورځو کې پیل شي.

د یاد لابراتوار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال له جوړولو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د یو ګډ هیئت له لوري ترسره شوه، چې پکې د ولایت د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت