د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې جوماتونو د جوړېدو چارې وڅارل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۸
پکتیکا

۱۴۴۷/۰۳/۲۲

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي انجینرانو ټیم د مرکز ښرنې په کچه د درې جوماتونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د دویمې حوزې جومات د دوهم پوړ د پایو قالب بندي، سیخ بندي او کانکریټ ریزي د نقشې سره سم بشپړ شوي دي، چې د ښاروالۍ جومات د دوهم پوړ د بیمونو او سلب قالب بندي او سیخ بندي بشپړې شوې، او د لومړي منزل د خښتو ایښودلو چارې د نقشې مطابق روانې دي.

د نوموړي په خبره،همدارنګه د مامورینو جومات د ګنبد قالب بندي بشپړه شوې او د سیخ بندي چارې یې په جریان کې دي، چې د څارنې پر مهال یو شمېر ستونزې هم تر سترګو شوې چې د ریاست استازو اړونده شرکت ته د سمون لارښوونې وکړې.

د یادولو وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت او اړوند ریاستونه د هېواد په کچه د پروژو د معیاري پلي کېدو لپاره جدي هڅې کوي او د جوماتونو د رغونې پروژې نه یوازې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره مهمې دي، بلکې د ښارونو د ښېرازۍ او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم ځانګړی اهمیت لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښار په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې د ستر جامع مسجد د توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ولایت د مرکز اړوند په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې د یو ستر جامع مسجد د جوړولو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۲۵
Background image

په فراه ښار کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د فراه ښار د باغ ‌پل سیمې او څلورمې ناحیې له بېلابېلو ساحو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره کړه.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت