په میدان وردک کې د پوهنتون د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو چارې وڅارل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۰:۱
میدان وردګ

۱۴۴۷/۰۳/۱۸

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د پوهنتون د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو له روانو چارو څخه لیدنه او تخنیکي څارنه ترسره کړې ده.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، په ساحه کې د اوبو د وتلو د اسانتیا لپاره د ویالو د جوړولو په موخه ځمکه ژوره او تپک شوې او د بولډر اچونې چارې ترسره شوې دي او همدارنګه د نورو فرعي سړکونو د جوړولو لپاره بېکاره مواد له ساحې انتقال شوي او پر ځای یې سیندیز جغل خپور شوی دی چې د سړکونو د سطحې د برابرولو په موخه ځینې برخې ژورې او ځینې ډکې شوې دي.

د نوموړي په خبره، اوس مهال د ویالو د جوړولو چارې د بې ‌سیخه کانکریټ اچونې په مټ دوام لري او په هغو برخو کې چې دغه کار بشپړ شوی، د سیخ لرونکي کانکریټ اچونې لپاره د سیم تاوۍ چارې پرمخ ځي.

د یادولو وړ ده، د پوهنتون اړوند سړکونه او پلې لارې د محصلینو او استادانو د تګ راتګ لپاره بنسټیز اهمیت لري چې د دې پروژې بشپړېدل به د ترافیکي ستونزو د کمېدو، د اوبو د سمې وتنې او د زده کوونکو لپاره د اسانه تګ راتګ زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۴
Background image

د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د مسجد شریف له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د آب بند ولسوالۍ د مسجد شریف د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د سرطاني ناروغانو لپاره د طبي کمپلکس د جوړېدو په تړاو د تخنیکي کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پرختیا په معینیت کې ترسره شوه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

ډېر ژر به د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب ازموینې په موخه د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب په موخه د معیاري ارزونې د یو عصري لابراتوار د جوړولو چارې به په لنډو ورځو کې پیل شي.

د یاد لابراتوار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت