د کابل د نوي ښار د پراختیا لپاره نوی رئیس و ګمارل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۴
رئيس کابل جدید

۱۴۴۷/۰۳/۱۶

د مسکن ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا په معینیت کې د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست د رئیس په توګه محترم مولوي محمد بلال محمدي معرفي شو او رسما یې خپله دنده پیل کړه.

د نوموړي په معرفت غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني او د دې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

په پیل کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر خبرې وکړې او ویې ویل، د اسلامي امارت په نظام کې د مسئولیتونو سپارل د مصالحو، صداقت او اخلاص پر بنسټ وي او د ادارو ترمنځ بدلون او تبدیل یو ضروري او طبیعي امر دی.

ښاغلي وزیر د نوي کابل ښار د پراختیا د پخوانیو مسئولینو او کار کوونکو له هڅو او خدمتونو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې هغوی د نوي ښار د پروژې د پرمختګ او پلي کولو په برخه کې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي.

نوموړي له ټولو اړوندو رئیسانو او کار کوونکو وغوښتل چې له نوي رئیس سره په صمیمانه او مؤثر ډول همکاري وکړي او د کاري بهیر د لا ښه پرمخ وړلو لپاره پوره همغږي ولري.

محترم وزیر په خپلو خبرو کې د مولوي محمد بلال محمدي پخواني خدمتونه، صداقت، تعهد او د مسئولیت منلو وړتیا هم وستایله.

وروسته، د نوي کابل ښار د پراختیا نوی رئیس محترم مولوي محمد بلال محمدي هم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د ورکړل شویو دندو د ترسره کولو په برخه کې به په صداقت، اخلاص او بشپړ احساس او مسئولیت کار کوي.

ورپسې انجنیر احمد جاوېد زاهد، چې تر دې وړاندې یې د کابل د نوي ښار د پرختیا ریاست سرپرستي کوله، هم خبرې وکړې او یې ویل چې د پروژو د پلي کېدو او ورځنیو چارو د پرمخ وړلو په برخه کې به له نوي رئیس سره پوره همکاري او همغږي ولري.

یاده دې وي چې مولوي محمد بلال محمدي د کور او ښار جوړولو وزارت د وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام  د منظورۍ له مخې د کابل د نوي ښار د پراختیا د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت