ننګرهار کې د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره د توپوګرافي سروې ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۳۵
ننګرهار

۱۴۴۷/۳/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټي توپوګرافي سروې ترسره کړه.

ښاغلی حافظ لطیف وایي، د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د مهاجرینو د ښارک د جوړولو لپاره د ۱۸۱۸۹ جریب ځمکې توپوګرافیکه سروې په بریالیتوب سره ترسره شوه.

نوموړی وایي، دغه سروې د ځمکې دقیقو جغرافیایي ځانګړتیاوو، ارتفاعاتو، او نورو فزیکي ځانګړتیاوو د معلومولو په موخه په بشپړه شوه.

د دې پروژې موخه دا ده چې د مهاجرینو لپاره یو منظم، خوندي، او پرمختللی ښارګوټی جوړ شي، چې په کې د ژوند ټولې بنسټیزې اسانتیاوې لکه کورونه، تعلیمي مرکزونه، روغتیایي خدمتونه، او نور عامه تاسیسات ځای پر ځای شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د مهاجرینو د ژوند د معیار د لوړولو په برخه کې مهم او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د نمیروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نیمروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت