په کابل کې د برېښنايي شبکو د تخنیکي څارنې پر مهال څلور سرغړونې ثبت شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۴
کابل

۱۴۴۷/۰۳/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د هوتخیل سرګروپیت د برېښنا د دولسم جنکشن شبکې څخه د څارنې بهیر ترسره کړ.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، په دې بهیر کې د برېښنا د بېلابېلو برجونو لکه د استیشن برج، پایې برج، حاجي رسول برج، د افغاني دستګاه برج، د ترکانو کمپ برج، حاجي رحمت برج، هوتخیل برج، سلطان بابا برج، د قلعه وال نوی برج او سلیمان خیل برج څخه څارنه ترسره شوه.

د نوموړي په خبره، د څارنې پر مهال تخنیکي ټیم په ټولیز ډول څلور سرغړونې ثبت کړې چې د توزیعي ټرانسفارمرونو په شاوخوا کې د حفاظتي جال (فنس) نشتوالی په سلیمان خیل او سلطان بابا برجونو کې، د 400v شبکې د کیبلونو د حریم نه رعایت، د 34 او 22 په نوم د برېښنايي کیبلونو د حریم نه رعایت چې د ختیځ سب ‌استیشن څخه تغذیه کېږي او د ونو تماس د 400v شبکې سره.

د ښاري سرغړونو ریاست ټینګار کوي چې د برېښنايي شبکو د معیاري تطبیق او د ښاریانو د خوندیتوب لپاره د قوانینو او تخنیکي اصولو رعایت اړین دی او دغه ډول څارنې به دوام وکړي څو د کابل په ښار کې د زیربنایي شبکو د خونديتوب او معیاري پرمختګ ډاډ ترلاسه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت