د ادرسکن ولسوالۍ د زراعتي خدماتو مدیریت د تعمیر د رغنیزو چارو برآورد ترسره شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۲
هرات

۱۴۴۷/۰۳/۰۷

د هرات ولایت د ښار جوړولو او کور ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مکتوب پر بنسټ د ادرسکن ولسوالۍ د زراعتي خدماتو مدیریت ودانۍ د ترمیماتو لپاره لومړنی برآورد ترسره کړ.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل، په دې سروي کې د یاد تعمیر له بېلابېلو برخو لیدنه وشوه او د ارزونې موخه د ودانۍ د فزیکي وضعیت څېړل  د عاجلو او ضروري ترمیمي اړتیاوو مشخصول، د زیانمنو برخو پېژندل او د کارکوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال برابرول وو.

د یادولو وړده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د عامه ودانیو د ساتنې، ترمیم او بیارغونې چارې د خپلو اساسي دندو برخه بولي او د دې چارې هدف د دولتي ادارو لپاره د خوندي، معیاري او د کار وړ ودانیو برابرول دي تر څو د خلکو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو کیفیت لوړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د نمیروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نیمروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت