په ترینکوټ ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په هدف پراخ نظارت ترسره شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۲۱
ارزګان

۱۴۴۷/۰۳/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست  محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتي ټیم په همغږۍ د ترینکوټ ښار له ټولو ناحیو څخه پراخ نظارت ترسره کړ.

همدراز د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس، حاجي ملا روح‌الله (ابواحمد) وویل، د څلورمې ناحیې په یوه استګنیزه نمره کې یو کس هڅه کړې وه چې سوداګریز ځای جوړ کړي، خو د ښاري سرغړونو د عمومي مدیریت لخوا ورته پوهاوی ورکړل شو چې یاده ساحه یوازې د استوګنې لپاره ځانګړې شوې ده.

ښاغلي مولوي حقاني زیاته کړه، د نظارت پر مهال د تخلفاتي ټیم لخوا خلکو ته د ښار د پلانونو او اصولو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شو او د یادې پروسې موخه د ښاري سرغړونو مخنیوی، د ښارونو د منظم او معیاري پرمختګ تضمین او د یو ښکلي او اباد ښار درلودل بلل کېږي.

د یادولو ده، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست په دوامدارو څارنو او عامه پوهاوي پروګرامونو سره هڅه کوي چې د ښارونو د غیرقانوني ودانیو مخه ونیسي، د ښار د ماسټرپلان تطبیق یقیني کړي او خلکو ته د ښاري ژوند معیاري فضا برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت