په میمنه کې د سوپرمارکېټ د اعمار پروژې د کار بهیر وڅارل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۳:۳۰
فاریاب

۱۴۴۷/۳/۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقاروایي، د خپلې تخنیکي ډلې په ملتیا د میمنې ښار د پنځمې ناحیې د تجارتي سوپرمارکېټ د اعمار له پروژې څخه څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یادې پروژې کارونه د نقشي او انجنیري معیارونو سره سم پرمخ وړل کېږي او دغه څارنه د فاریاب ولایت مقام د نظارتي هیئت په حضور کې ترسره شوه.

د نوموړي په خبره،  قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د پروژې ټول پاتې چارې د انجنیري معیارونو پر بنسټ پر وخت بشپړې کړي او د کار په سرعت کې لا زیاتوالی راولي.

د یادولو وړ ده، د پنځمې ناحیې د سوداګریزسوپرمارکېټ پروژه د میمنې ښار د سوداګریزو خدمتونو د پیاوړتیا او د ښاریانو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه عملي کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت