د جوزجان په ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک اوبو د رسولو پرېکړه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۴۵
جوزجان

۱۴۴۷/۰۲/۲۴

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله  فیضان وایي، د دایمي اسکان او ځمکې وېش کمیټې تر مشرۍ لاندې غونډه ترسره شوه.

ښاغلي ملا فیضان ویل، په غونډه کې د کلیو پراختیا، کرنې او مالدارۍ، چاپېریال ساتنې، عامه ‌ګټو، ښاروالۍ، اوبو رسونې، روغتیا، بېرته راستنېدونکو او مهاجرینو ریاستونو، د استخباراتو استازي، د کدستر آمریت او د اَکشنېټ مؤسسې استازي ګډون کړی و.

د نوموړي په خبره، غونډې پرېکړه وکړه چې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو لپاره د جوړېدونکي ښارګوټي د څښاک اوبو اړتیاوې د موجودې ساحې د اوبو سرچینو له لارې د نل ‌لیکې او کانالیزاسیون په سیسټم پوره شي.

د یادولو وړه ده، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی د مهاجرینو ښارګوټو د بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي چې د خلکو د استوګنې د اسانتیا لپاره حیاتي ارزښت لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت