د پروان ولایت په سرخ پارسا کې د ۵۲ جریبه ځمکې توپوګرافي سروی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۲/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د بازار ساحه توپوګرافي سروی ترسره کړه.
ښاغلي انجنیر لطیف وویل، یاده سروې د ۵۲ جریبه ځمکې په ساحه کې ترسره شوې چې موخه یې د تفصیلي پلان ترتیب او د ښاري پراختیا لپاره د علمي او تخنیکي معلوماتو برابرول دي.
د نوموړي په خبره، د دغو سروی شویو سیمو پر بنسټ به د راتلونکو ښاري پلانونو عملي کول او د ښاري خدمتونو برابرول لا اغېزمن شي.
د یادولو وړه ده، د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټيمونه د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکو د دقیقې اندازې او پلانونو د جوړولو لپاره تخنیکي فعالیتونه پر مخ وړي، څو د منظم ښار جوړولو لپاره اساسي معلومات برابر کړي.