د انجنیري طرحو او لېنډسکېپ ریاست د فعالیتونو د ارزونې غونډه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۹:۵۸
معینیت مسکن

۲۴۴۷/۰۲/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا د محترم معین مولوي ګل زرین صابر، په مشرۍ د انجنیري طرحو او لېنډسکېپ ریاست د فعالیتونو د ارزونې غونډه د یاد ریاست د رئیس، آمرینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په پیل کې محترم معین وویل چې د دغې غونډې موخه د کاري ستونزو او ننګونو ارزونه او د مناسب حل لارو لټون دی.

نوموړي پر دې هم ټینګار وکړ چې د چارو پر چټکتیا او د کارکوونکو ترمنځ د لازمې همغږۍ رامنځته کول اړین دي، څو پروژې او سپارل شوې دندې د ځنډ سره مخ نه شي.

هغه د اداري نظم، اصولو او د قانوني چوکاټ پر مراعتولو بیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې ټول کارونه باید د شریعت، اصولو او نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره شي او کارکوونکي د اداري اصولو رعایت ته ژمن پاتې شي.

وروسته، د انجنیري طرحو او لېنډسکېپ ریاست محترم رئیس، انجنیر میروس جمالي، د یاد ریاست د اوسني تشکیلاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ځینو کارکوونکو د بستونو د لوړولو غوښتنه یې وکړه.

په همدې غونډه کې د ریاست یو شمېر آمرینو د خپلو فعالیتونو تر څنګ، موجودې ستونزې هم د م مسکن، ودانیزو چارو او برنامو دپراختیا له محترم معین سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت