پکتیکا کې د دوو جوماتونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۴:۱
پکتیکا

۱۴۴۷/۰۲/۲۲

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټيم لخوا په مرکز ښرنه کې د دوو نوي جوړېدونکو جوماتونو له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د دویمې حوزې جومات په لومړي منزل کې د پایو سیخبندي او قالب بندي د تصویب شوې نقشې مطابق په منظمه توګه بشپړه شوې او کانکریټ اچولو ته اجازه ورکړل شوه.

همدراز د کټواز په مسیر جومات کې د سنګ کاری چارې بشپړې وې، خو په رینګ بیمونو کې د خاورې، ډبرو او خزلو شتون ستونزې رامنځته کړې وې، چې د تخنیکي ټيم لخوا د کانکریټ اچولو چارې لنډمهاله ودرولې، د ستونزو له حل وروسته د کانکریټ اچولو اجازه ور کړل شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت د مرکزي او ولایتي ټيمونو لخوا د پروژو له چارو څارنه کیږي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت