کونړ کې د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۰:۳۷
کونړ

 ۱۴۴۷/۰۲/۲۰

کونړ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړېدو چارې په رسمي ډول پیل شوې.

دغه پروژې ته د عملي کار د پیلېدو په مناسبت ځانګړې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د دغه ولایت محترم والي مولوي قدرت الله ابو حمزه ، د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس، مولوي نبي الله طلحه، او د کونړ ولایت اړوند نورو ریاستونو محترمو رئیسانو او مسؤلینو د اړوندو تخنیکي ټیمونو غړي، سیمه ییز مشران او د کډوالو استازو برخه اخیستې وه.

مولوي نبي الله طلحه وویل، دغه ښارګوټی به د ۳۷۴ جریبه دولتي ځمکې په مساحت کې جوړ شي، چې په کې ټولټال ۳۸۲ استوګنیزې نمرې په منظمه نقشه وېشل شوې دي.

نوموړی وایي، د ښارګوټي د معیاري کولو لپاره به عمومي او فرعي سړکونه د ۱۲.۵ مترو په عرض سره هموار شي، څو اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

د پروژې په لومړنیو خدماتو کې د څاه‌ګانو کیندل، د څښاک پاکو اوبو سیستم جوړول، او د فاضله اوبو د مدیریت لپاره بنسټیز اقدامات شامل دي.

کونړ ولایت کې د کور او ښار جوړولو رئیس ښاغلی مولوي نبی الله طلحه زیاتوي، د دغه ټولګټو چارو په ترسره کولو برخه کې به درې میلیونه افغانۍ لګښت وشي، چې د ښارګوټي اوسېدونکو لپاره د تلپاتې اسانتیاوو زمینه برابروي.

دغه پروژه د کور او ښار جوړولو وزارت د هغو ملي پروګرامونو له ډلې ده، چې موخه یې د بې‌ځایه شوو کورنیو لپاره دایمي استوګنځایونه جوړول، د ژوند د معیار لوړول، او د هېواد د ښاري پراختیا د چټکتیا لپاره اساسي ګامونه اخیستل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴
Background image

د طرحې د تطبیق په موخه د الشیخ ښارګوټي ساحوي څېړنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، ټاکل شوې تخنیکي کمېټې د (الشیخ استوګنیز ښارګوټي) له ساحې څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان د تطبیق په موخه ساحوي بررسي ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، تخنیکي کمېټې، په نوي کابل ښار کې د (صنایع سبز) صنعتي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۰
Background image

د نوي کابل ښار په پروژه کې د رسول مصیر شرکت هم تخنیکي کارونه چټک کړل

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د رسول مصیر ودانیز او سوداګریز شرکت، د نوي کابل ښار د پراختیايي پلان په چوکاټ کې د لومړي فاز د «ج» برخې عملي کارونه په رسمي ډول پر مخ وړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت