د استوګنې په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۶
معینیت مسکن

1447/02/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معین، محترم مولوي گل‌زرین صابر، د پاکستاني پانګوالې کمپنۍ (اچ ار ال) له مسؤلینو سره د افغانستان په ځانګړې توګه د نوي کابل ښار د استوګنې په پروژو کې د پانګونې په اړه وکتل.

دغه لیدنه د یادې کمپنۍ د لوړپوړو مسؤلینو، د پانګونې د تنظیم ریاست، او د وزارت اړوندو ریاستونو د یو شمېر آمرینو او استازو په ګډون ترسره شوه.

محترم مولوي صابر په خپلو خبرو کې وویل چې اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي او پانګوال کولی شي په ډاډ سره خپلې پانګوالۍ ته دوام ورکړي.

 نوموړي زیاته کړه چې په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی او پانګوال کولای شي په هره هغه سیمه کې چې علاقه ولري، د استوګنې په ګډون، په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

هغه په ځانګړې توګه د نوي کابل ښار د استوګنې پروژو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې پانګوال شرکتونه نه یوازې په کابل، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د استوګنې په پروژو کې پانګونه کولی شي.

د پاکستاني پانګوال شرکت مسؤلینو په دې لیدنه کې د (اچ ار ال) د پخوانیو فعالیتونو او ساختماني تجربو په اړه معلومات وړاندې کړل او خوښي یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه شرایط رامنځته شوي دي او د استوګنې په برخه کې د پانګونې پر لېوالتیا ټینګار وکړ.

همدارنګه د غونډې په دوام کې د یاد شرکت له‌خوا د یو شمېر فعالیتونو، ساختماني ډیزاینونو او د پرمختللو ښارونو طرحې د یوه معلوماتي پریزینټیشن له لارې وړاندې شوې.

 په پای کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکو ناستو کې به د پانګونې د څرنګوالي او عملي ګامونو په اړه مفصل بحث وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت