په نوي کابل ښار کې د تخلفاتو مخنیوي، بیت المال خوندیتوب او د پلان پر بشپړ تطبیق خبرې وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۰
mudh

۱۴۴۷/۲/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، او د مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د مسکن ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، د صنایع سبز خصوصي شرکت محترم رئیس محمد محسن امیري او مل پلاوي، او دغه رزا د وزارت اړوندو رئیسانو او امرینو په ګډون او حضور غونډه وشوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، موخه دا ده، چې په نوي کابل ښار کې د سرغړونو مخنیوی وشي، بیت المال خوندي شي او په ټوله کې د دغه ښار او په ځانګړې توګه د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي برخلیک معلوم شي.

ښاغلي سرپرست وزیر وویل، غواړي په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د پانګوالو او امارت اړوند شته ستونزې حل کړي او د شوي قرارداد له مخې مخکې لاړ شي.

تر هر اړخیزو اسنادو کتلو او دلایلو اورېدلو وروسته محترم وزیر پرېکړه وکړه، چې په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې نوې چارې په کلکه بندي شي، تر څو یوې هوکړې ته رسېږي.

ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني وویل، وزارت به پلان ترتیبوي او مقابل لوري ته به یې سپاري، چې هغوی یې پر تطبیق مکلف دي.

دغه راز، محترم حقاني په غونډه کې، د صنایع سبز شرکت ته چې د یاد صنعتي ښارګوټي مشري او مسؤلیت په غاړه لري، دنده وسپارله، څو عمومي سړک پوخ او زیربنایي ټولګټې چارې چې مسؤلیت یې دی، سرته ورسوي.

د ځمکو د خرڅلاو له درکه راټولې شوې د بیت المال پیسې باید د وزارت لوري ته وسپارل شي او له خپلسریو په کلکه ډډه وشي.

سرپرست وزیر، د وزارت له اړوندو تخنیکي ریاستونو څخه یو ګډ هیئت برابر کړ، چې موجوده پلان به په ساحه کې تطبیقوي، ستونزې او نیمګړتیاوې به په ګوته کوي او د اصلاح په موخه به حل لارې وړاندیز کوي، چې له مخې به یې د حل او راتلونکو اقداماتو په موخه پرېکړه وشي.

پورته موارد د طرفینو په خوښه بیان شول، چې په ترسره کولو کې به یې درېغ نه کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت