سویل ختیځ زون کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د ظرفیت لوړولو ورکشاپ پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت

۱۴۴۷/۲/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو چارو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالولي ارکاني وایي، پکتیا ولایت کې یې د سویل ختیځ زون (خوست، غزني، پکتیکا او پکتیا) د دغه وزارت د کار کوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام پیل کړ.

ښاغلی مولوي ارکاني وایي، یاد روزنیز ورکشاپ به پنځه ورځې دوام وکړي، چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د صفرالمظفر میاشتې له ۹مې تر ۱۳مې نېټې پورې د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې سرته ورسېږي.

د یاد ریاست د ظرفیت لوړولو چارو محترم امر پښتون مراد وایي، دغه روزنیز پروګرام، چې د یاد وزارت د متخصصینو له‌خوا تنظیم شوی، د پکتیا ولایت د مرستیال، پکتیا کې د کور او ښار جوړولو رئیس، د اقتصاد رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په حضور کې پیل شو.

ښاغلی پښتون مراد وایي، په ورکشاپ کې ګډونوالو ته په تخنیکي سروې اصول او د کار طریقه؛ د غیرپلاني ساحو لپاره د پراختیایي پلانونو جوړول؛ د ودانیو ډیزاین او انجنیري معیارونه؛ د کار کوونکو د ارزونې سیستم؛ د استخدام د پروسې شفاف مدیریت او نورو اړینو برخو کې عملي او نظري زده‌کړې ورکول کېږي.

یاد پروګرام د وزارت د رهبرۍ د ستراتیژیک پلان له مخې د سیمه ‌ییزو ظرفیتونو د لوړولو، د خدماتو د معیاري کولو، او د ښاري پراختیا د مدیریت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۲
Background image

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د تفریحي پارک د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپُل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د تفریحي پارک د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

په لغمان ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست فني او مسلکي ټیم، په دغه ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې اړوند د ښاروالۍ د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست نوی رئیس وټاکل شو

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره محترم مولوي عبدالحنان (حامد) د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د نوي رئیس ټاکنه د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت