په میدان وردک ولایت کې د کوچيانو ښارګوټي څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۰۹
د میدان وردک ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د کوچيانو ښارګوټي څخه څارنه ترسره شوه.
ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د تخنیکي ټيم لخوا هر اړخیزه څارنه تر سره شوه چې په یاد ښارګوټي کې ټولې سرغړونې پخوانۍ وې او په اوسني وخت کې کومه نوې سرغړونه نه ده رامنځته شوې.
د نوموړي په خبره، د استوګنیزو نمرو ودانیز کارونه د تفصیلي پلان سره سم چک شول او کومه ستونزه پکې ونه لیدل شوه.