د پروژو  پر زر بشپړیدو او د ستونزو پر حل ټينګار وشو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۵:۱۰
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۰۲/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبرۍ غونډه د مالي او اداري معین محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ ترسره شوه، چې په غونډه کې د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني، د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، د وزارت اړوند ریاستونو رئیسانو او استازو ګډون درلود.

د غونډې په اجنډا کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د روانو ودانیزو پروژو راپورونه، د کارونو پرمختګ، ستونزې او د ستونزو د حل لارې شاملې وې، چې د ټولو اړوندو ریاستونو له لوري د روانو پروژو په اړه مفصل راپورونه وړاندې شول.

په غونډه کې مالي او اداري معین الحاج محمد ارسلاح خروټي په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ

چې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ټولې پروژې باید د ټاکل شوي مهال ویش سره سم بشپړې شي، تخنیکي ستونزې دې په دقیقه توګه وڅېړل شي او اداري چارې دې په سمه او قانوني توګه تر سره شي.

همداراز په دې غونډه کې د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني او د مسکن او ودانیزو چارو محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر هم په خپلو خبرو کې د پروژو پر وخت بشپړولو، د ستونزو پر ژر حل او د تخنیکي نیمګړتیاوو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ.

په پای کې پرېکړه وشوه چې ټول ریاستونه دې د خپلو مسؤلیتونو په برخه کې د پروژو د چټک پرمختګ لپاره هر اړخیز اقدامات وکړي او د راتلونکې غونډې لپاره د ترسره شویو کارونو تفصیلي راپور وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت