په سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم درې د استنادي دیوال د پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۳۲
سرپل

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د وړاندیز پر بنسټ، د سلطان ابراهیم درې د استنادي دیوال د کار د پیل له بهیره نظارت وکړ.

ښاغلي ملا نوراني وویل د تخنیکي معایناتو پر بنسټ څرګنده شوه، چې د باراني فصلونو پر مهال د درنو اوبو جريان او پرله ‌پسې سېلابونو له امله د سیند بستر او د سړک غاړې په درېیو مهمو نقطو کې شدید تخریب رامنځته شوی، چې د خلکو ژوند او د وسایطو تګ راتګ یې له جدي ګواښ سره مخ کړی و.

د تخریب د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره، پریکړه وشوه چې په یاده دره کې ۷۵ متره اوږد استنادي دیوال جوړ شي، ترڅو د سیند بستر او سړک غاړه له لا زیاتو زیانونو وژغوري.

الحاج ملا محمد نور نوراني، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس، وویل چې یاده پروژه د خلکو د خوندیتوب، ترانسپورتي اسانتیاوو، او د طبیعي افتونو پر وړاندې د دوامدارو حل‌لارو یوه مهمه برخه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت