د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر هرات ته سفر وکړ

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۴
مهاجرین

 

۱۴۴۷/۰۱/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د ا.ا.ا د ریاسة‌ الوزراء محترم اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي، او د کابينې د يو شمېر نورو غړو په ملتيا هرات ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوی به له ګاونډي هېواد څخه د جبري راستنېدونکو افغانانو وضعیت له نږدې وڅېړي او د هغوی د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.

د دې سفر موخه د افغانستان د لوېدیځو پولو له لارې د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونه، د خدماتو او اسانتیاوو تنظیم، د بیړنیو مرستو برابرول، او له اړوندو ادارو سره د همغږۍ پیاوړتیا بلل شوې ده.

ښایي، چې پلاوی به د مهاجرینو د استقبالي کمپونو، د لېږد، لنډمهاله استوګنې، روغتیايي خدماتو، او توزیعي مرکزونو له وضعیت څخه هم کتنه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت به د ټولو هغه اړمنو مهاجرو د دایمي استوګنې لپاره تابیا ونیسي، چې په اجباري توګه له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال وکتل شول چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۴۱
Background image

په هرات کې د شینډنډ ښاروالۍ د کانال له کارونو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ اړوند د دوه ‌طرفه کانال د جوړولو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د معلوماتو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

د فراه ښار د شپږمې او اوومې ناحې اړوند له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ۶ مې او ۷ مې ناحیو د هغو ساحو له روانو ساختماني فعالیتونو څخه څارنه وکړه چې کارونه پکې  روان ول.

په څارنه کې وکتل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت