په کابل کې د څه باندې څلوېښت ساحو کروکي او کوردینات په بشپړ ډول راټول شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۵
کابل

۱۴۴۶/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست محترم رئیس مولوي رحیم الله صادقي اخندزاده وایي، په دې وروستیو کې یې د انکشافي پروژو د کیفیت د لوړولو په موخه له یو شمېر نورو همکارو ریاستونو او ادارو سره په ګډه کار پیل کړ.

ښاغلی مولوي صادقي اخندزاده وایي، دغه ټیم، په کابل کې د څه باندې څلوېښت ساحو د کدستري تثبیت او تشخیص په برخه کې مهم پرمختګونه کړي دي.

نوموړی وایي، د یاد ټیم لومړنی پړاو په بریالیتوب سره بشپړ شو چې چې د پآم وړ ساحو کدستري قطعې، کروکي او کوردیناتونه په بشپړ ډول راټول او د اراضي محترم ریاست له خوا وړاندې شول.

محترم مولوي صادقي د خپلو خبرو په دوام وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام له اړوندو ریاستونو غوښتي، چې د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې اړین او په وخت کړنې په دقت سره ترسره کړي.

اوس، دغه معلومات په رسمي توګه نورو اړوندو ریاستونو ته وړاندې شوي، ترڅو د پروژو اړوند چارې په چټکۍ او مسلکي ډول سرته ورسوي او د کړنو راپورونه د دفتر محترم ریاست سره شریک کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت