د تهیه مسکن پروژې د بررسۍ ټیم خپل راپور وړاندې کړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۳۲
معینیت مسکن

۲۱/۱۱/۱۴۴۶

د تهیه مسکن د هستوګنيزې پروژې د ارزونې او څارنې موظف هیئت خپل راپور د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال ښاغلي الحاج محمد اسماعیل فائز ته وړاندې کړ.

یاده غونډه، چې د همدې موخې لپاره د ښاغلي معین صاحب په کاري دفتر کې د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او آمرینو په ګډون ترسره شوه، پکې محترم انجنیر اکرام‌الدین خیبر، د املاکو او استوګنې ریاست سرپرست، محترم امان‌الله امیري، د ساختماني ډیزاین او تاسیساتو رئیس، او محترم سیف‌الرحمن عادل، د څارنې او تطبیق ریاست سرپرست، د یادې پروژې د تخنیکي لیدنې او ارزونې راپور وړاندې کړ او اړوند معلومات یې هم شریک کړل.

په یاده غونډه کې محترم الحاج محمد اسماعیل فائز وویل، اړوند ریاستونه او قراردادي شرکت مکلف دی، ترڅو د برېښنا، اوبو رسونې، کانالیزاسیون، سپټیک څاه او فاضلاب سیستم اړوند ستونزې ژر تر ژره حل او پروژه ګټې اخستنې ته چمتو کړي.

ښاغلي فائز زیاته کړه، اړوند ریاستونه باید خپلې سپارل شوې دندې او مسئولیتونه د یادې پروژې په برخه کې په همغږۍ سره ترسره کړي، ترڅو په تخنیکي چارواو پرانسته کې هیڅ ډول ځنډ رامنځته نه شي.

همداراز، تخنیکي برخو ته سپارښتنه وشوه، چې د یو بل سره په همغږۍ، د ګرموالي د مرکز ، د څښاک اوبو د زېرمه کولو، د سپتیک څاه او برېښنا سیستم په ګډون شته ستونزې او نیمګړتیاوې په عاجل ډول حل کړي.

قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه ، ترڅو یاده پروژه په ټاکلې موده کې پشپړه کړي

د یادولو ده، چې د کور او ښا جوړولو وزارت هڅه کوي چې په مرکز او ولایتونو کې د کار لاندې پروژې په معیاري ډول بشپړې شي او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت