په هرات کې د تاریخي جامع مسجد د بیارغونې چارو تخنیکي څارنه تر سره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۲:۱
هرات

۱۴۴۶/۱۱/۱۹

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له خوا د دې ولایت د ستر تاریخي جامع مسجد شریف د بیارغونې له روانو چارو څارنه تر سره شوه.

د یاد ریاست محترم رئیس، انجنیر عبدالله اکبري وایي، د یاد مسجد د هغو برخو ترمیم دوام لري، چې د ۱۴۰۲ کال د شدیدې زلزلې له امله سخت زیانمنې شوې وې.

ښاغلی انجنیر اکبري وایي، پدې بیارغونه کې د پخوانیو خونو ګچ‌کاري، د تخریب شوو خښتو ترمیم، او د نورو زلزله‌ځپلو برخو رغنیزې چارې شاملې دي.

د هرات جامع مسجد، چې د اسلامي تمدن او افغاني معمارۍ یو ارزښتناک تاریخي اثر او دغه راز د هېواد د فرهنګي میراث مهمه برخه ګڼل کېږي، بیارغونه یې نه یوازې د یوه تاریخي هویت د ژغورنې هڅه ده، بلکې د فرهنګي ارزښتونو د خوندي کولو لپاره یو بنسټیز ګام هم دی.

د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین ډاډ ورکوي چې رغنیزې چارې د مسلکي انجنیرانو تر نظارت لاندې، د اصلي معمارۍ او تاریخي ارزښت د ساتنې په پام کې نیولو سره ترسره کېږي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په کابل ښار کې د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ساختماني او زیربنایي پروژو د څار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو له روانو فعالیتونو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له روانو چارو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۱
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د لومړۍ ناحیې د سوداګریزمارکېټ له ودانیزو چارو څرانه وشوه

1447/10/10

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د سوداګریز مارکېټ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت