په جوزجان ولایت کې د ۱۵۹۸ کورنیو لپاره د استوګنې نمرې ځانګړې شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۱:۳۳
جوزجان

۱۴۴۶/۱۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د اسکان دایمي کمېټې مشري په غاړه لري چې تر دې دمه یې په پنځه ویشت ولایتونو کې تر پنځه دېرش ښارګوټو لپاره پلانونه ترتیب کړي دي.

د اسکان دایمي کمېټې محترم منشي انجنیر فهیم زکریا وایي، ګام په ګام په ولایتونو کې راستنېدونکو اړمنو مهاجرینو کورنیو ته د نمرو د وېش په پار د لومړۍ فورمې د وېش بهیر پیل شوی او روان دی.

په ورته وخت کې د همدغې کمېټې له لوري د چارو چټکتیا او اغېزمن پرمختګ په موخه د رامنځته شوې عملیاتې کمېټې مشر محترم حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د مهاجرینو لپاره جوړېدونکی ښارګوټی چې د جوزجان ولایت د مرکز اړوند سیمه کې موقعیت لري، د تفصیلي پلان له مخې یې د نمره ‌بندۍ یا خط‌ اچولو چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې.

ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاد ښارګوټی پر ۲۰۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، ټولټال ۱۵۹۸ استوګنیزې نمرې لري، چې د مهاجرینو د استوګنې د زمینې برابرولو، ښاري نظم، او خدماتو ته د اسان لاسرسي په موخه ترتیب شوې دي.

نوموړی وایي، د خط اچولو دا پروژه د اړوندو دولتي ادارو په حضور کې عملي شوه او د ښاري پراختیا د اصولو او معیارونو پر بنسټ تطبیق شوه.

تمه کېږي چې د دغې پروژې له تطبیق سره به نه یوازې راستنېدونکو مهاجرینو ته د استوګنې زمینه برابره شي، بلکې د ښار منظم پرمختګ ته به هم پراخې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت