د ښاري پراختیا او مهاجرو ته د سرپناه په اړه د یو این هبیتات سره خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۱/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال، شیخ مدار علي کریمي بامیاني، په خپل دفتر کې د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) له مشرې، اغلې ستیفاني لوس، سره د ښاري پراختیا او د مهاجرو د استوګنې په تړاو مهمه ناسته ترسره کړه.
په دې لیدنه کې، اغلې لوس وویل، «موږ خوښ یو چې د افغان ولس لپاره کار کوو»، او زیاته یې کړه، چې دا مهال یې په ننګرهار، بغلان او کندز ولایتونو کې د بېځایه شوو لپاره د سرپناه پروژې روانې دي، چې هم پر خلکو د ژوند شرایط ښه کوي او هم لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابروي.
اغلې لوس د یو این هبیتات نړیوالې تجربې یادې کړې او ډاډ یې ورکړ چې غواړي د افغانستان د ښاري پلانونو په پراختیا کې له کور اوښار جوړولو وزارت سره ګډ کار وکړي.
نوموړې وویل، دا مرستې به یوازې د بشري اړتياوو پوره کولو ته نه، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې او نړیوالو اړیکو پراخولو ته هم زمینه برابره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال، ښاغلي بامیاني، د یو این هبیتات له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، وزارت د ښاري پراختیا، د ښارونو د بیا رغونې، د مهاجرو لپاره د ښارګوټو جوړولو، او د جیایاس سروې په برخو کې جدي مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلي شیح بامیاني ټینګار وکړ، چې وزارت چمتو دی له نړیوالو شریکانو سره دا همکاري لا ژوره کړي.
د ناستې په پای کې، اغلې لوس ډاډ ورکړ چې د یادو پروژو د پیاوړتیا په موخه به له نړیوالو تمویل کوونکو سره خبرې وکړي او دا موضوعاتو ته به د یو این هبیتات د لومړیتوبونو په سر کې ځای ورکړي.