د نیمه کاره پروژو په تړاو ناسته وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۳:۱۶
معینیت مسکن

۱۴۴۶/۱۱/۱۴

د (۷۲۸) نیمه کاره پروژو د برخلیک ټاکلو کمیټې  ناسته وکړه، چې یادې پروژې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند دي.

یاده کیمټه د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په مشرۍ جوړه شوې ده.

دغه ناسته چې مشري یې د ودانیو او ودانیزو تاسیساتو ریاست محترم رئیس انجنیر امان الله امیري په غاړه درلوده چې په دې ناسته کې محترم عبدالحمید ارین د مهندسي نظام رئیس، محترم عبدالوهاب صدیقي د برنامو د انسجام رئیس او نورو اړوندو ادارو استازو شتون در لود او د نیمه کاره پروژو په تړاو یې نظرونه شریک کړل.

په دې ناسته کې پریکړه وشوه، چې د دې وزارت اړوند د نیمه کاره پروژو لیست به د چارو محترمې ادارې ته واستوي.

د یادو پروژو چارې چې د تیر ادارې نه په نیمه کې پاتې دي، د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي، چې د دې پروژو چارې پیل کړي او پروژې بشپړې شي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۴۱
Background image

میدان وردګ ولایت کې د کوچيانو ښارګوټي کې تخلفات په نښه شول

۱۴۴۷/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په میدان وردګو ولایت کې د کوچيانو له ښارګوټي څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۰:۴۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ترانسپورتي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس الحاج محمد مسعود وایي، اړوند تخنیکي ټیم یې د میدان ښار د ترانسپورتي ترمینل له ودانیزو چارو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۴۹
Background image

په میدان وردک ولایت کې د ده پاک مهاجرینو د ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۲۳/۳/۱۴۴۷

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولوریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، چې تخنیکي ټیم یې د کور او ښار جوړولو وزارت، ښاروالۍ او د مهاجرینو ریاست په همکارۍ د. . .

BACK TO NEWS