افغان مهاجرين دې فرصت له لاسه نه ورکوي او ټول دې راشي 

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۰:۱
غزني ولایت

١٤٤٦/١١/١٠

د نورو ولايتونو ترڅنګ د کور او ښار جوړولو وزارت په غزني ولايت کې هم راغلو مهاجرو ته ځمکې وويشلې. 

دکور او ښار جوړولو وزارت محترم سر پرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په ګاونډيو هېوادونو کې مېشت افغان مهاجرو غږ وکړ چې ټول خپل هېواد ته راشي او له روان فرصت ګټه پورته کړي.

ښاغلي نعماني وویل، که مهاجر فرصت له لاسه ورکړي نو له سختو ستونزو سره به مخامخ شي.

محترم سرپرست وزیر وویل، د هر ولایت مهاجر ته په خپل ولایت کې نمرہ ورکول کېږي، مگر هغه ولایتونه چه امارتي معیاري ځمکه پيدا نشي په اړوند زون کې ورکول کېږي.

نوموړي وویل، دوی له هجرت اوله هجرت ګرځيدو ته ورخطا نه دي خو انديښنه يې ديته ده چې مهاجر په پرديو هېوادونو کې بد ژوند تيروي.

ښاغلي شيخ حمد الله نعماني وویل، جوړيدونکي ښارګوټي عادي نه، بلکې په معياري او په معاصرو نوښتونو برابر دي.

مساجد، مكاتب،  پارکونه، سوداگریز او استوګنيز بلاکونه او مارکیټونه هغه څه دي چې په پلان کې په پام کې نيول شويدي.

هغه هيله څرګنده کړه چې راغلو مهاجرو ته د خدمت برخه کې به بریالي شي او خپلو ورونو ته به اغيزمن خدمات وړاندې کړي.

په مراسمو کې دریاسة الوزرا محترم اداري مرستيال مولوي عبد السلام حنفي هم خبرې وکړې او د امارت پر اقداماتو يې رڼا واچوله.

د غزني قومي مشرانو او ولایتي ادارې هم په مراسمو کی خوښي و ښوده چې د نړۍ د ثقافت او تمدن مرکز غزني ولايت کې يې راغلو مهاجرو ته ځمکې ورکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت