پکتیکا ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۲:۳
پکتیکا

۱۴۴۶/۱۱/۷

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، په دغه ولایت کې یې د ښاروالۍ اړوند یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي سیف الجهاد وایي، د پکتیکا ولایت د حج او اوقافو محترم ریاست د وړاندیز او د ولایت محترم مقام د حکم پر اساس یې، استازو د ښاروالۍ ابوحمزه مسجد د خط اچولو له بهیر څارنه وکړه.

نوموړی وایي، له دغه نظارت یې موخه دا وه، چې د قبلې لوری دقیق تعین شي، د نقشه بندۍ ارزونه یې وشي او د تخنیکي اصولو رعایت یې وشي.

د نظارت په مهال د کور او ښار جوړولو ریاست محترم تخنیکي ټیم ساحه کتلې، موجوده پلانونه یې ارزولي او اړوند لوریو ته یې تخنیکي سپارښتنې کړي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو پروژو کې پر دقت، د پلان مراعاتول او د منل شوې نقشې پر تطبیق ټینګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۲
Background image

په غزني ولایت کې د روغتون له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم له لوري، د غزني ولایتي ملکي روغتون کې د انتظار خونې د جوړولو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۹:۵۴
Background image

په غزني ولایت کې د رشیدانو ولسوالۍ د اداري تعمیر پروژې له چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او نظارتي ټیم له لوري، د دغه ولایت د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په مهال په ساحه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۳
Background image

د فراه ولایت د ښاروالۍ د درې پوړیزه هوټل له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۸

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري، د فراه ولایت د ښاروالۍ اړوند د درې پوړیزه هوټل د ودانۍ له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت