د کوراو ښار جوړولو وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خدماتي پروژو برخې له رئیس سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۲۳:۳۲
unops

۱۴۴۶/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خدماتي پروژو برخې له محترم رئیس نیک جي کازیانا سره وکتل او د پراختیایي پروژو په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني د یونپس (UNOPs) رئیس او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست وویل او دواړو لوریو په هغه پروژو خبرې وکړې چې د تېرې شل کلنې دورې په مهال پیل او په هماغه دور کې یې بېرته چارې د بېلا بېلو دلایلو له امله په ټپه ودرېدې.

محترم نعماني وویل، لازمه ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خدماتي پروژو څانګه یا یونپس مرستندویه هېوادونو ته قناعت ورکړي، ترڅو په ټپه ولاړې پروژې چې ګټه یې عام ولس ته ده، چارې یې بېرته پیل او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

په کتنه کې، د ملګرو ملتونو د پروژو څانګې مشر نیک جي کازیانا وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت دې ورسره تړون د دوه نورو کلونو لپاره هم لاسلیک او زماني تمدید دې ورکړي، چې په خبره یې دوی تمه لري مرستندویه هېوادونه دغه په ټپه ولاړې پروژې پیل کړي.

ښاغلي سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، له تېرو دوه کلونو راهیسې یې همداسې یو تړون له یونپس سره لاسلیک کړی، خو تر دې دمه یې کومه مثبته اغېزه ونه کړه.

نوموړي وویل، دا ځل به یاده موضوع په رهبري ناسته کې مطرح کړي او په ګډه به یې په اړه تصمیم ونیسي.

د یادولو وړ ده، چې جاپان هېواد نوي کابل ښار ته له پلچرخي سیمې څخه د څښاک اوبو رسولو یوه پروژه پیل کړې وه، چې هماغه مهال بېرته د بېلا بېلو دلایلو له امله په ټپه ودرېده او تر نن یې چارې نه دي پیل شوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي، چې د پلازمېنې کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې په انډولیزه توګه پراختیایي پروژې پلي کړي، ترڅو د خلکو په ژوند کې مثبت تغیرات رامنځته شي.

وزارت شهرسازی و مسکن در تلاش است تا پروژه های انکشافی را در تمام ولایات به شمول کابل به صورت متوازن تطبیق کند تا تغییرات مثبت در زندگی مردم ایجاد شود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل ولایت د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي پلاوي، د ولسوالیو د تعمیرونو د جوړولو پروژو د څارنې په لړ کې، د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر د ودانیزې پروژې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو اړوند تخنیکي ټيم د میمنې ښار د ملکي هوايي ډګر آمریت اړوند د مسجد شریف د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۹:۱۷
Background image

سرپل ولایت کې د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه، چې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت