د پاکستان په خیر اباد کې د مېشت افغان کډوالو له استازو سره لیدنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۵۸
پاکستان خیر اباد اوسېدونکي

۱۴۴۶/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د پاکستان په خیر اباد کمپ کې د مېشت افغان کډوالو له محترمو استازو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د بېرته راتګ او دایمي مېشت کېدو په تړاو خبرې وشوې.

د خیر اباد کمپ کې مېشت د افغان کډوالو محترمو استازو خپلې ستونزې او غوښتنې له محترم وزیر سره شریکې کړې او د لازیاتې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي سرپرست وزیر راغلو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ هېواد ته د بېرته راستنېدو په تړاو لازمې لارښوونې وکړې او دا چې کومې کورنۍ د یوې نمرې ځمکې د ورکړې مستحق دي.

نوموړي وویل، اسکان دایمي کمېټه چې د کور او ښار جوړولو وزارت یې مشري په غاړه لري، مسؤلیت لري چې په د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د دایمي استوګنې زمینه برابره کړي، خو په خبره یې د کډوالو تثبیت او نورې چارې یې د محترم عالي کمېسون په غاړه دي.

ښاغلي نعماني زیاته کړه، اسکان دایمي کمېټه د لیست مطابق په اړوندو ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته نمرې وېشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د بېرته راستنېدونکو اړمنو کورنیو د دایمي مېشت کېدو په موخه د ټولو تخنیکي چارو د ترسره کېدو وروسته او د یو منظم پلان له مخې ځمکې نمره او ووېشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت