میدان وردګ ولایت کې د دوه مهمو پروژو له وضعیت څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۹:۹
میدان وردګ

۱۴۴۶/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس الحاج محمد مسعود وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ملتیا یې میدان ښار ته سفر وکړ او هلته یې د دوه مهمو پروژو له چارو او وضعیت څارنه وکړه.

ښاغلی محمد مسعود وایي، یوه پروژه د مسافر وړونکو موټرو د ترمینل او بله هغه د ۲۳ استوګنیز بلاکونو ده.

نوموړی وایي، د میدان ښار ولایت د مسافر وړونکو موټرو ترمینل د لومړۍ برخې لپاره ۲۳ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې چارې یې شاوخوا ۲۵ سلنه پر مخ تللي او لا هم روانې دي.

ښاغلي مسعود زیاته کړه، د دغه ترمینل په جوړېدو سره به د ښار ګڼه ګونه کمه شي او هم به هېوادوالو ته اسانتیاوې برابرې شي.

دوی وایي، هلته د شته ستونزو او نیمګړتیاوو لپاره یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې او پر اصلاحاتو او د چارو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست وایي، هڅې یې پیل کړي، چې مثبت بدلون رامنځته کړي، پروژې په سمه توګه پلي شي او ګټور خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت