په سرپل ولایت کې د کوڅو د کانکریټ اچونې له چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۶/۹/۱۸
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په مرکز کې د کوڅو د کانکریټ اچونې له چارو څارنه تر سره کړه.
د نوموړي په خبره، یاده پروژه د ښاروالۍ اړوند ده چې د ګډ هیئت په شتون کې یې د کار له کیفیت، د کارونو د پرمختګ، د ساختماني موادو د کیفیت او د چارو له تطبیق څخه څارنه تر سره شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.