په بدخشان ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د اداري تعمیر رغنیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۸/۲۱
د بدخشان ولایت د کوراوښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، ددې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د عامې روغتیا ریاست د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه تر سره کړه.
ښاغلي مولوي الهي وویل، د رنګمالۍ، د ساتونکو د خونې د سنګکارۍ، د موټرو د تمځای لپاره د پایو کندنکاري او نورې رغنیزې چارې روانې وې چې ترې څارنه تر سره شوه.
د نوموړي په خبره، قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، تر څو چارې په معیار برابرې په ټاکلي وخت کې تر سره کړي.