شیخ حمدالله نعماني جوزجان کې د مهاجرینو ښارګوټي لپاره پلان ویزه کړ

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۲
jozjan

۱۴۴۶/۰۸/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي جوړولو په موخه ترتیب شوی پلان ویزه (تائید) کړ.
د کور او ښار جوړولو وزارت د عملیاتي چارو کمېټې محترم مشر حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د اجباري راستنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټو د تفصیلي پلانونو جوړولو په لړ کې یې دا ځل جوزجان کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي جوړولو په موخه تفصیلي پلان ترتیب او ویزه شو.       
دغه پلان په دوه زره (2000) جریبه ځمکه کې جوړ شو چې، یو زر، پنځه سوه او نهه اتیا (1589) استوګنیزې نمرې لري او د ژوند کولو نورې اسانتیاوې هم په کې په پام کې نیول شوي دي.
ښاغلی انجنیر لطیف وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت د عملیاتو چارو کمېټې ټول غړي ژمن دي چې، ورسپارل شوې دندې په خپل وخت او ښه کیفیت او معیار سرته ورسوي، تر څو هېوادوالو ته ارزښتمن خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت