د کور او ښار جوړولو وزارت مالي او اداري مرستیال د نظارت لوی ریاست له استازو سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۵
وزارت شهرسازی و مسکن و ریاست لوی نظارت

۱۴۴۶/۰۸/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په خپل کاري دفتر کې د نظارت لوی ریاست د ترسره شوو چارو د پلټنو عمومي رئیس محترم مولوي نورحیدر صدر او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو ریاستونو او پروژو په تړاو د نظارت لوی ریاست له لوري د موندنو پر مسودې خبرې وشوې.

محترم مولوي نورحیدر صدر وویل، ملګرو یې د (1402) کال په موده کې د کور او ښار جوړولو وزارت د ریاستونو او پروژو په اړه پلټنې کړي او خپلې موندنې یې د مسودې په بڼه له وزارت سره شریکې کړي دي.

نوموړي وویل، لازمه ده چې، اړوند ریاستونه یاده مسوده مطالعه کړي او خپل نظر په کې ولیکي چې، وروسته به بیا تر بلې وروستۍ ناستې وروسته د بشپړ راپور په توګه د نظارت محترم لوی ریاست سره شریک شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د دغه وزارت د دفتر ریاست ته دنده وسپارله چې، یاده مسوده تر اړوندو ریاستونو ورسوي، هغوی دې یې مطالعه کړي او د خپل نظر تر څرګندولو وروسته دې یې ژر شریک کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو برخو کې شفافیت ته ژمن دی او د ټولو هغه کړکیو د بندولو هڅې کوي چې، د نیمګړتیا د رامنځته کېدو امکان ترې لیدل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت