د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د لوی نظارت له مسؤلینو سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۲:۹
.

۱۴۴۶/۰۸/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د د احکامو او فرامینو پر تطبیق د څار او تعقیب لوی ریاست له محترمو استازو سره وکتل او په ځینې موضوعاتو یې خبرې وکړې.

راغلو استازو، د خپلو څېړنو د چارو د لا اسانتیا او په چارو کې د چټکتیا په موخه ځینې وړاندیزونه وکړل.

محترم سرپرست وزیر، د دوی وړاندیزونه ومنل او په ځینو برخو کې یې په چارو د کې لا شفافیت او دقت په موخه ورته لازمې لارښوونې وکړې.

نوموړي له یادو استازو وغوښتل چې، کومه موضوع دوی ته رسېږي په هغې کې دې دقیقه څېړنه کوي، د ابهام او شک پر اساس دې تصمیم نه نیسي، د طرفینو خبرې او دلایل دې اورې او له کره والي وروسته دې یې په اړه تصمیم نیسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو چارو کې شفافیت ته ژمن دی او د خپل خدای په وړاندې ځان مسؤل ګڼي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت