د کور او ښار جوړولو وزارت د تقنیني اسنادو پر کړنلارو خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۴:۳۱
وزارت

۱۴۴۶/۷/۲۷

د کور اوښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د تقنیني اسنادو کمیسیون د تقنیني اسنادو پر کړنلارو خبرې وکړې او نظرونه یې شریک کړي.

يه ناسته کې ښاغلي بامیاني وویل، په یوه اداره کې د قانون لیکل اساسي اهمیت لري، باید د دې وزارت د قانون محتوا، مواد او طرزالعمل په دقیق او واضیح ډول ولیکل شي او طی مراحل دې شي.

په ناسته کې د پلان او پالیسۍ محترم ریاست د تقنیني اسنادو د قانون د لیکلو طرزالعمل او مواد په مفصل ډول تشریح کړل او زیاته کړه، چې د عدلیې وزارت سره یې څو وارې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار جوړولو د قانون په تړاو ناستې کړي او شته ستونزې یې حل کړي دي او په طی مراحل کې پوره هڅه شوې ده.

د پلان او پالیسۍ ریاست زیاته کړه، د کور او ښار جوړولو وزارت د تقنیني اسنادو (۶۳) اسناد یې جوړ کړي دي چې د بیا کتنې لپاره چمتو دي.

د غونډې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل ټینګار یې وکړ، چې اصطلاحات دې د واضیح تعریف سره په قانون کې ځای په ځای شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال ښاغلي بامیاني وویل، د طرزالعمل لیکلو ته دې لومړيتوب ور کړل شي او د عدلیې د محترم وزارت سره دې خبرې وشي تر څو د قانون لپاره دې منابع او ماخذونه را وپیژني.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 4 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۱۷
Background image

په غزني کې د سړکونو د جوړیدو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم  د غزني ښار د خواجه حکیم صاحب، د خشک او احمدالله کلي د مدرسي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

په هلمند کې د افغان پست امارتي شرکت له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د افغان پست امارتي شرکت له رغنیزو چارو څارنه تر سره کړه.

ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۸:۳۳
Background image

په لوګر کې د مسجد شریف او کتابتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د یو باب مسجد شریف او کتابتون له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.

ښاغ. . .

BACK TO NEWS