د کور او ښار جوړولو وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق په پار ناسته وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۳:۴۳
وزارت شهرسازی

۱۴۴۶/۷/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د دې وزارت اړوندو محترمو رئیسانو او مسؤلینو ناسته وکړه او په یو شمیر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په ناسته کې د ا.ا.ا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د لا ښه تطبیق په تړاو خبرې وشوې او ټولو مسؤلینو ته واورل شو.

غوښتنه دا وه چې د وزارت ټول کار کوونکي به خپل صورت او سیرت د نبوي ارشاداتو مطابق جوړوي او لمونځ به هم په جماعت اداء کوي.

دغه رزا، محترم مالي او اداري مرستیال له ټولو رئیسانو او مسؤلینو وغوښتل چې د دې وزارت اړوند د هېوادوالو چارې دې په چټکۍ ترسره کوي، ځکه په خبره یې ځینې خلک د لرې پرتو سیمو او ولایتونو څخه راځي، چې دلته له زیاتو ستونزو سره مخامخ کېږي او حقوق یې ضایع کېږي.

په دغه ناسته کې، په مرکز او ولایتونو کې د پروژو په تړاو هم خبرې وشوې او موخه دا وه، چې ژر تر ژره دې ځینې پروژې چې په کمو امکاناتو سرته رسېږي، چارې پیل، بشپړې او ګټې اخیستنې ته دې یې وسپارل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت قانون په ښه توګه تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت