شبرغان کې ښاري تخلفات په نښه او د له منځه وړلو لپاره یې هڅې پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۱:۷
jozjan

۱۴۴۶/۰۶/ ۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د شبرغان ښار له محترم ښاروال او د یادې ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي خدماتو مدیریت له محترم مسؤلینو سره ناسته وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د تخنیکي ټیم د پلټنو په مهال یې معلومه شوه، چې خپله د شبرغان ښاروالۍ په ځینو برخو کې د پلان خلاف چارې ترسره کړي دي.

نوموړی وایي، څو بېلا بېل ریاستونه د تفصیلي پلان له مخې په شنه ساحه کې جوړ شوي او په خبره یې دغه ځمکې د ښاروالۍ له لوري پلورل شوې دي.

دغه راز، په(L)  پروژه کې درې نمرې (۵۸۸)، (۵۸۹) او (۵۹۰) یمه نمره د پلان له مخې ریزرفې ساحه ده، خو پرته له دې چې د کور او ښار جوړولو ریاست یې سکېچ او تعدیل کړي، د ښاروالۍ له لوري پر اشخاصو پلورل شوې دي.

بل هغه یې دا ده چې، په(H)  پروژه کې شنه ساحه د ښاروالۍ له لوري په خپل سر استوګنې ساحې ته تعدیل او سکېچ شوې او بیا یې پر اشخاصو پلورلې ده.

پورته ذکر شوې سرغړونې خپله دشبرغان له محترمې ښاروالۍ سره شریکې شوي او هوکړه شوې چې د مخنیوي لپاره به یې لاس په کار شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

په کابل کې د پسته خانې د نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د وزارت د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق تخنیکي ټیم د کابل ښار په لومړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په سوزمه قلعه کې بې ‌نقشې ودانیزې چارې ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ ته د څارنې لپاره ورغلی او د ښار د پلان شوې ساحې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۷
Background image

د الشفا روغتون د موټرو د تمځای ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې په اساس، د بنسټیزو پروژو د نظارت ریاست تخنیکي ټیم د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق د ریاست. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت